د روسیې امنیتي ادارو د پنجشنبې په ورځ وویل چې دوی یو سویډنی تبعه نیولی، چې د اوکراین لپاره په جنګېدو، روسیې ته په ناقانونه توګه په ننوتلو او د پوځي زېربناوو پر وړاندې د ورانکاره او ترهګریزو بریدونو په پلانولو تورن دی.
روسیې د اوکراین پر وړاندې د خپلې جګړې پر مهال لوېدیځ وګړي نیولي، چې دې چارې د مسکو او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې کړې دي.
د روسیې فدرالي امنیتي خدمتونو د دغه کس نوم نه دی په ډاګه کړی، خو ویلي یې دي چې هغه د لیتوانیا او بیلاروس پولو ته څېرمه په شمال لوېدیځه «پسکوف» سیمه کې نیول شوی دی.
یادې ادارې ویلي چې هغه «د یوه ګاونډي هېواد له خاورې څخه د روسیې فدراسیون له دولتي پولې څخه په ناقانونه توګه تېر شوی و». دې ادارې روښانه کړې چې دا نیونه په «سیبیژ» سیمه کې ترسره شوې ده.
د روسیې فدرالي امنیتي ادارې ویلي چې داسې اسناد لري چې ښيي دغه کس «د اوکرایني پوځ په لیکو کې زموږ د هېواد پر وړاندې په جنګي عملیاتو کې برخه اخیستې ده».
یادې ادارې په یوه بیان کې ویلي: "د روسیې له وسله والو ځواکونو سره د یوځای کېدو په پلمه، هغه د روسیې فدراسیون ته سفر کړی و، ترڅو په پوځي تاسیساتو کې د ورانکاره او ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو نیت عملي کړي."
د روسیې فدرالي امنیتي ادارې په وینا، د دغه سویډني تبعه پر وړاندې له پولې څخه د ناقانونه تېرېدو، د ترهګریزو فعالیتونو د تنظیمولو او د اجیر (مزدور) په توګه د فعالیت کولو په تور یوه جنايي دوسیه پرانیستل شوې ده.
























