د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې نوموړی د ټرمپ له ادارې څخه د وتلو پلان لري. ویل کېدل چې هغه په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو له ماتې وروسته پر خپلو راتلونکو ګامونو غور کوي.
روبیو د پنجشنبې په ورځ له ټایمز سره په یوه مرکه کې وویل، دا "تل زما پلان و" چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ تر پایه له هغه سره کار وکړم.
روبیو، چې د ټرمپ د ملي امنیت د سلاکار په توګه هم دنده ترسره کوي، په پراخه کچه د ۲۰۲۸ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ټرمپ احتمالي ځایناستی ګڼل کېږي.
د سه شنبې د ورځې له منځمهاله ټاکنو یوازې څو ورځې مخکې، نوموړی د ټاکنیز کمپاین پر مهال د امریکا له ولسمشر سره په غیر معمولي ډول راڅرګند شو، او په یوه لاریون کې د لنډ وخت لپاره سټیج ته پورته شو ترڅو د پلویانو یوې هڅاندې ډلې ته وینا وکړي.
خو روبیو د پنجشنبې په ورځ د خپل سیاسي راتلونکي په اړه د پوښتنو له ځوابولو ډډه وکړه او ویې ویل: "زه به په رښتیا سره نور د ۲۰۲۸ کال په اړه خبرې ونه کړم."
'په بشپړه توګه جوړ شوي (بشپړ درواغ)'
د هغو راپورونو په اړه چې ګواکې هغه د ټرمپ له ادارې څخه د وتلو په اړه غور کوي، نوموړي نیویارک ټایمز ته وویل: "که رښتیا درته ووایم، زه نه پوهېږم چې دا خبرې له کومه راځي."
د پنجشنبې په ورځ وختي، بلومبرګ نیوز راپور ورکړ چې روبیو له ادارې (حکومت) څخه د وتلو په اړه غور کوي.
په راپور کې زیاته شوې وه چې روبیو د سپینې ماڼۍ له چارواکو سره له دندې د ګوښه کېدو په اړه خبرې کړې دي، خو ورڅخه غوښتل شوي چې پاتې شي.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغو راپورونو په وړاندې تند غبرګون ښودلی چې ګواکې روبیو ښايي دنده پرېږدي.
د نړیوالو عامه چارو لپاره د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، ډیلان جانسن د بلومبرګ خپره شوې مقاله "په بشپړه توګه جوړه شوې (درواغ)" وبلله.
هغه همداراز د "انډیپنډنټ" خبري رسنۍ هغه راپور چې ویلي یې وو روبیو د ۲۰۲۸ کال د ولسمشرۍ لپاره د جمهوري غوښتونکو په استازیتوب د کاندیدېدو پلان لري، "بشپړ بې بنسټه جعلي خبر" وباله.
روبیو تر دې مخکې ویلي وو چې که مرستیال ولسمشر جي ډي وینس ولسمشرۍ ته ځان کاندید کړي، نو ملاتړ به یې وکړي.
وینس هم په پراخه کچه د ۲۰۲۸ کال د ټاکنو لپاره یو احتمالي کاندید ګڼل کېږي.





















