دا برید د خیبر پښتونخوا ایالت په مومند ضلعه کې د تېرېدو پر مهال شوی، چې پکې یو درېیم پولیس افسر هم ټپي شوی دی. د ایاز خان په نوم یوه پولیس افسر وویل، دا پولیس یوه نږدې کلي ته د واکسیناسیون د ټیمونو د ساتنې لپاره روان وو چې تر برید لاندې راغلل.
بریدګر له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي دي. سمدستي کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
پاکستاني طالبان او نورې وسله والې ډلې په منظمه توګه د پولیو ضد کمپاینونه او هغه پولیس په نښه کوي چې د روغتیايي کارکوونکو ساتنه کوي. دوی په درواغو ادعا کوي چې د پولیو واکسیناسیون کمپاینونه د ماشومانو د شنډولو لپاره د لوېدیځ یوه دسیسه ده.
په اسلام اباد کې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دا برید "د نه زغملو وړ" وباله او د وژل شویو پولیسو کورنیو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړل. هغه وویل چې دوی د هېواد د یوه روغ راتلونکي لپاره کار کاوه.
پاکستان د دوشنبې په ورځ د دې ناروغۍ د له منځه وړلو د هڅو د یوې برخې په توګه، د ۲۴ میلیونه ماشومانو د پولیو واکسینولو لپاره یو سرتاسري کمپاین پیل کړ. د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، پاکستان او ګاونډی افغانستان یوازیني هېوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو وحشي ویروس شتون لري.


















