نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د یونان ساموس ټاپو ته نږدې د کښتۍ ډوبېدو له امله ګڼشمیر کډوالو ژوند د لاسه ورکړی.
دا پېښه د لیسبوس په ساحل کې د یوې بلې مرګونې کښتۍ د ډوبېدو وروسته رامنځته شوه چې د یوه ماشوم په ګډون یې ۶ تنو پکې ژوند د لاسه ورکړی وو.
د یونان ساموس ټاپو ته نږدې د کښتۍ ډوبېدو له امله ګڼشمیر کډوالو ژوند د لاسه ورکړی.
د یونان ساموس ټاپو ته نږدې د کښتۍ ډوبېدو له امله ګڼشمیر کډوالو ژوند د لاسه ورکړی.

د یونان د ورځپاڼې کاتیمیریني په وینا، د دوشنبې په ورځ د یونان د ساموس ټاپو په شمال کې د ایجین سمندر کې د کډوالو د لیږدونکې چټکې کښتۍ د ډوبیدو له امله لږ تر لږه شپږ کډوال مړه او ۱۴ نور ژغورل شوي دي.

دا د ورځې دویمه ورته پیښه وه، ځکه چې شپږ کډوال مخکې د لیسوس ټاپو ته نږدې مړه شوي وو.

د یونان ساحلي ساتونکو د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د لټون او ژغورنې عملیات پیل کړل. دا پېښه د ساموس ټاپو په شمال کې شاوخوا ۳.۷ سمندري میله لرې رامنځته شوې ده.

شپږ قربانیان، چې جسدونه یې موندل شوي، پنځه نارینه او یوه ښځه پکې شامله وه، پداسې حال کې چې ټول ۱۴ ژوندي پاتې شوي نارینه وو.

کښتۍ، چې په ډېر لوړ سرعت روانه وه، د یوه ناڅاپي او تېز حرکت له امله چپه شوه، چې ورپسې د لټون او ژغورنې عملیات پیل شول.

د ساحلي ساتونکو یوه سمندري ګزمه یې بېړۍ، یوه ژغورونکې کښتۍ او د هوايي ځواک یوه چورلکه سیمې ته واستول شول، ترڅو د احتمالي ورکو شویو کسانو لټون وکړي.

دا پېښه د دوشنبې په ورځ د لیسبوس ټاپو ته څېرمه د یوې بلې مرګونې کښتۍ د ډوبېدو وروسته رامنځته شوه، کله چې د یونان د ساحلي ساتونکو د کښتۍ سره د یوې چټکې کښتۍ د ټکر له امله د یوه ماشوم په ګډون شپږ کډوال مړه شول.

په هغه پېښه کې اته کسان ژغورل شوي وو.

وپلټۍ
په فرانسه کې د ګرانۍ پر ضد لاریونونه پر تاوتریخوالي واوښتل او درانه زیانونه يي اړولي دي
ټرمپ پر روسیې نوي بندیزونه معاف کړل، په داسې حال کې چې له اوکراین سره یې اختلافات ژور شوي دي
ایران وايي،د تیلو یو لویې ټانکر کښتۍ د  هرمز په تنګي کې له ماین سره تر جنګیدو وروسته اور اخیستی دی
ایران پر سعودي عربستان د حوثیانو په بریدونو کې هر ډول رول او لاس لرل رد کړل
ایران ویلي دي چې په سیمه کې د امریکا له هر ډول شتونه اندېښمن دي.
چین د سپینې ماڼۍ نوې ویاندې ته له پاروونکو څرګندونو وروسته چین ته  د « لا زیاتو سفرونو» بلنه ورکړه
د روسیې ډرون بریدونو د اوکراین په وولین سیمه کې ۳۷۰ زرو کسان د  برېښنا له نعمت څخه محروم کړل.
ګوښه شوي امریکايي جنرال خبرداری ورکړی چې د امریکا د توغندیو دفاعي کمښت ممکن تر ۲۰۳۰ پورې دوام وکړي
د اوکراین ډرون بریدونو سره د روسیې د ټیکنالوژۍ سکتور پر وړاندې نوې جبهه پرانیستې ده
یوناما په افغانستان کې د طالبانو لخوا د خپل سرو نیولو او خلکو سره د ناوړه چلند په اړه اندیښنه ښودلې
په امریکا کې پر یوه لومړني ښوونځي په وسله‌وال برید کې ۳ زده‌کوونکي او ۱ ښوونکی وژل شوي.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې او ګڼشمیر  نورو هېوادونو استازو  د باکو په سرمشریزه کې د اسرائیل پر وړاندې سخت غبرګون وښود
د چین او شمالي کوریا ترمنځ سرحدي پل له ۱۲ کلونو وروسته پرانیستل شو
روسیې یو سویډنی تبعه د پوځي تاسیساتو پر وړاندې د بریدونو د پلانولو په تور نیولی.