په یمن کې حوثیانو اعلان وکړ چې د چهارشنبې په ورځ وختي یې د سعودي عربستان پر هوايي ډګرونو او پوځي تاسیساتو د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) او بالستیک توغندیو یو لړ بریدونه ترسره کړي دي.
د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع په ایکس (X) پلټفارم کې په یوه خپره شوې اعلامیه کې وویل چې ځواکونو یې په ریاض کې د خالد پاچا نړیوال هوايي ډګر په ګڼو بې پیلوټه الوتکو په نښه کړی دی. هغه ادعا وکړه چې برید "دقیق" و او په هوايي ډګر کې یې هوايي ترافیک ګډوډ کړی دی.
سریع همدارنګه څرګنده کړه چې حوثي ځواکونو د بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په کارولو سره دوه عملیات ترسره کړي، چې د ابها نړیوال هوايي ډګر او د خمیس مشیط هوايي اډه یې پکې په نښه کړې ده. هغه ادعا وکړه چې بریدونو په هوايي ډګر کې هوايي ترافیک ګډوډ کړی او پوځي اډې ته یې زیان اړولی دی.
سریع په یوه جلا اعلامیه کې وویل چې حوثیانو په جازان کې د دغاریر، په عسیر کې د عاکفه او بیا هم په جازان کې د الموسم په نوم درې پوځي کمپونه په ګڼو بالستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په نښه کړي دي.
له بلې خوا د سعودي په مشرۍ ائتلاف د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د حوثیانو لخوا د ریاض سیمې په لور توغول شوی یو بالستیک توغندی په هوا کې شنډ او له منځه وړل شوی دی.
د ائتلاف ویاند برید جنرال ترکي المالکي په ایکس (X) پلټفارم کې په خپره کړې اعلامیه کې وویل چې توغندی د "ترهګرو حوثي ملیشو" لخوا تر توغول کېدو وروسته د ریاض په شمال کې شنډ کړای شو.
المالکي همدارنګه څرګنده کړه چې ائتلافي ځواکونو د خپلو استخباراتي سیستمونو په کارولو سره د یمن د پلازمینې صنعا په فضا کې د توغندي د توغولو ځای (پلاتفارم) تثبیت او څارلی دی.
المالکي وویل: "موږ د ائتلاف د استخباراتي سیستم په وسیله د صنعا په فضا کې د توغندي د توغولو ځای څارو او هغه به له منځه یوسو."
حوثیان د جولای له میاشتې راهیسې چې دې ډلې د ریاض پر وړاندې د سمندري کلابندۍ اعلان وکړ او په یمن کې کورنۍ جګړه بیا توده شوه، یو ځل بیا د یمن د حکومت له ځواکونو سره په نښتو کې ښکېل شوي دي.
یمن له ۲۰۱۴ کال راهیسې چې حوثیانو پلازمېنه صنعا او بېلابېلې سیمې ونیولې، د جګړو په منګولو کې ښکېل دی.
دې وضعیت د دې لامل شو چې د سعودي عربستان په مشرۍ عربي ائتلاف په ۲۰۱۵ کال کې په نړیواله کچه د رسمیت پېژندل شوي حکومت د ملاتړ په موخه په دغه هېواد کې پوځي مداخله وکړي.






















