اقتصاد
3 د لوستلو دقیقې
د انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر: د هرمز تنګي د بندېدو له امله هره ورځ ۱۳ میلیونه بیرله تېل له لاسه وتلي
د انرژۍ نړیوالې ادارې (IEA) اجرایوي رئیس فاتح بیرول د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې نړۍ په تاریخ کې د انرژۍ د امنیت له ترټولو لوی ګواښ سره مخ ده، ځکه چې د ایران جګړې او د هرمز تنګي دوامداره بندېدو د انرژۍ نړیوال جریان په سختۍ سره ګډوډ کړی دی.
د انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر: د هرمز تنګي د بندېدو له امله هره ورځ ۱۳ میلیونه بیرله تېل له لاسه وتلي
د انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر: د هرمز تنګي د بندېدو له امله هره ورځ ۱۳ میلیونه بیرله تېل له لاسه وتلي / Reuters

فاتح بیرول په تاریخ کې د انرژۍ د امنیت ترټولو لوی ګواښ په اړه خبرداری ورکوي او وایي چې د انرژۍ د جریان ګډوډي د انفلاسیون، کمزورې اقتصادي ودې او د سون توکو د احتمالي کمښت خطر رامنځته کوي.

د انرژۍ نړیوالې ادارې (IEA) اجرایوي رییس فاتح بیرول د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې نړۍ په تاریخ کې د انرژۍ د امنیت له ترټولو لوی ګواښ سره مخ ده، ځکه چې د ایران جګړې او د هرمز تنګي دوامداره بندېدو د انرژۍ نړیوال جریان په سختۍ سره ګډوډ کړی دی.

بیرول په سینګاپور کې د (CONVERGE LIVE) په مراسمو کې له سي این بي سي  سره په مرکه کې وویل: "موږ په تاریخ کې د انرژۍ د امنیت له ترټولو لوی ګواښ سره مخ یو."

هغه وویل چې بازار لا دمخه هره ورځ ۱۳ ملیونه بیرله تېل له لاسه ورکړي او د حیاتي توکو په برخه کې هم له لویو خنډونو سره مخ دی.

بیرول خپل پخواني خبرداری تکرار کړل چې د ایران جګړه او د هرمز تنګي روان بندیز کولی شي د انرژۍ ترټولو لوی بحران رامنځته کړي، او د نړۍ د تېلو په سوداګرۍ کې یې د دغې اوبلارې مرکزي رول ته اشاره وکړه.

تر جګړې وړاندې، په منځنۍ کچه هره ورځ ۲۰ ملیونه بیرله تېل او نفتي محصولات له دغه تنګي څخه تېرېدل. دا لاره اوس تر هغه څه لاندې ده چې بیرول ورته "دوه اړخیزه محاصره" ویلي، ځکه چې نه ایران او نه هم امریکا کښتیو ته د دغه چینل څخه د ننوتلو یا وتلو اجازه ورکوي.

د انرژۍ نړیوالې ادارې د هرمز تنګی په نړۍ کې د تېلو د ترانزیت یو له خورا حیاتي نقطو څخه بللی او خبرداری یې ورکړی چې د هغې تړل کېدل کولی شي نړیواله اقتصادي وده کمزورې کړي، انفلاسیون (د بیو لوړوالی) زیات کړي او د انرژۍ پر مصرف محدودیتونه  ولګوي.

بیرول په اروپا کې د الوتکو د تېلو (Jet fuel) د رسولو د مخ په زیاتېدونکي خطر په اړه هم خبرداری ورکړ او ویې ویل چې دا سیمه په پراخه کچه د منځني ختیځ په تصفیه خانو پورې تړلې وه. هغه وویل: "اروپا د خپلو الوتکو شاوخوا ۷۵ سلنه تېل د منځني ختیځ له تصفیه خانو څخه ترلاسه کول او دا اوس په بنسټیز ډول صفر شوي دي." هغه زیاته کړه چې اروپا هڅه کوي له امریکا او نایجیریا څخه بدیل اکمالات ترلاسه کړي.

هغه وویل که اضافي واردات خوندي نه شي، اروپا به له سختو ستونزو سره مخ شي او حکومتونه ښايي اړ شي چې د هوایي سفرونو د کمولو لپاره ځینې اقدامات په پام کې ونیسي. بیرول وویل: "زه په ریښتیا هیله لرم چې لومړی د هرمز تنګی پرانیستل شي او له هغه ځایه د تصفیه شویو تېلو صادرات پیل شي."

د دغې ادارې ۳۲ غړو هېوادونو د مارچ په میاشت کې هوکړه وکړه چې د عرضې د کمښت اغیزې د کمولو لپاره له خپلو بېړنیو زېرمو څخه ۴۰۰ ملیونه بیرله تېل بازار ته وباسي.

بیرول د دې میاشتې په پیل کې ویلي وو چې د بیړنیو زیرمو هر ډول دویم ځلي خوشې کول به یوازې لنډمهاله ارامتیا رامنځته کړي نه دا چې بحران حل کړي.

هغه وویل: "اصلي درملنه د هرمز تنګي پرانیستل دي." هغه پر حکومتونو غږ وکړ چې د بدیلو انرژیو، لکه اټومي برېښنا او نورو اغېزمنو ټیکنالوژیو لکه برېښنايي موټرو له لارې خپله وړتیا پیاوړې کړي.

وپلټۍ
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې
انګلستان به د حوثیانو پر وړاندې د دفاع په موخه سعودي عربستان ته جنګي الوتکې واستوي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی
ایران د امریکا اړوند د یوې بلې ام کیو ۹ پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ
تورکیه، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي صنایعو تړون لاسلیکوي
د مالي په میناکا سیمه کې پر کمپونو بریدونو کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي
اوکراین: د روسیې د تېرې شپې په بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي
امریکا اوکراین ته د پیټریوټ (Patriot) توغندیو د لېږد تایید ځنډولی
روسیه او ایران د لا نږدې همکارۍ په لټه کې دي
د یمن پوځ ویلي دي چې د حوثیانو پر خلاف  "په ۱۱۶۴ عملیاتو کې ۵۵۸ حوثیان له منځه وړل شوي".