واشنګټن پوسټ د دوشنبې په ورځ د امریکا او نورو باخبره چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې امریکا اوکراین ته د هغو پیټریوټ دافع هوا توغندیو د لېږد تایید ځنډولی، چې دغه هېواد ورته د روسیې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د بریدونو پر وړاندې د دفاع لپاره اړتیا لري.
د راپور له مخې، د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسېت دغه وړاندیز شوی لېږد په رسمي توګه نه دی رد کړی، خو د تایید لپاره یې اړین پړاوونه هم لا نه دي بشپړ کړي. دا ځنډ په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د اوکرایني سیال ولادیمیر زیلینسکي ترمنځ ترینګلتیاوې بېرته راپورته شوې او د واشنګټن او کییف ترمنځ اړیکې په پراخه کچه خرابې شوې دي.
راپور د یوه امریکايي چارواکي او له وضعیت څخه د دریو نورو باخبره کسانو له قوله ویلي، چې د پیټریوټ توغندیو د لېږد لږ تر لږه یوه برخه د اوکراین د دوستو هېوادونو لخوا کېږي، چې دغه چاره د هیګسېت تایید ته اړتیا لري.
یوه اوکرایني چارواکي تېره اونۍ واشنګټن پوسټ ته ویلي وو، چې اوکراین په خپلو زېرمو کې یوازې "یو څو" د پیټریوټ دافع هوا توغندي لري، چې دغه چاره د یاد هېواد د هوایي دفاعي سیسټمونو لپاره د مهماتو د شتون په اړه اندېښنې په ډاګه کوي.
راپور زیاته کړې، هیګسېت له اوکراین سره د امریکا د یو شمېر مرستو تایید ته دوام ورکړی، چې دا په ډاګه کوي چې د توغندیو د لېږد ځنډېدل اړینه نه ده چې د امریکا د ملاتړ د بشپړ درېدلو په مانا وي.
د یاد ځنډ راپور په داسې حال کې ورکول کېږي چې د ټرمپ او زیلینسکي ترمنځ اړیکې یو ځل بیا ترینګلې شوې دي او ټرمپ په وروستیو ورځو کې په پرله پسې توګه پر اوکرایني ولسمشر نیوکې کړې دي.






















