یادې ادارې ویلي چې په کییف کې، روسي ځواکونو د اوبوخیف په ولسوالۍ کې پر یوې تولیدي او زېرمه کوونکې ودانۍ برید کړی، چې له امله یې درې تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
سرچینې زیاته کړې چې دغه برید د اور لګېدنې لامل شو چې وروسته کابو او مړ کړی شو، په داسې حال کې چې د ژغورنې کارکوونکو د ړنګې شوې ودانۍ د خاورو او ملبې پاکولو ته دوام ورکړی دی.
د یادې ادارې په وینا، د شمال ختیځ خارکیف ښآر په ایزیوم سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې د یوه برید له امله پنځه تنه ټپیان شوي دي.
پر لوژستیکي تاسیساتو د روسیې بریدونه
بلخوا، د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې ځواکونو یې د اوکراین پر لوژستیکي او بندري بنسټونو او همدارنګه پر هغو بار وړونکو بېړیو بریدونه کړي، چې د دوی په ادعا د اوکراین وسله والو ځواکونو ته یې پوځي او د دوه ګونې کارونې اکمالات لېږدول.
وزارت ویلي چې په دغو هدفونو کې په خمیلنیتسکي (Khmelnytskyi) کې یو لوژستیکي مرکز، د ولین (Volyn) ښار په کویل (Kovel) کې د ټرانسپورټ او لوژستیک یو مرکز او درې هغه بار وړونکې بېړۍ شاملې وې چې د اودیسا ښار په ریني بندر کې یې خپل توکي کښته کول.
دغه راز ادعا شوې چې روسي ځواکونو پر یوې بلې هغې بار وړونکې بېړۍ هم برید کړی چې اوکراین ته یې پوځي تجهیزات لېږدول او د اودیسا بندر پر لور روانه وه.
دغه وزارت همدارنګه ویلي چې د روسیې هوایي دفاعي سیسټمونو تېره شپه د روسیې په ۱۵ بېلابېلو سیمو کې ۱۳۶ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې شنډې او له منځه وړې دي.























