نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
پر توره بحیره له بریدونو وروسته ناټو دفاعي تدابیر زیاتوي. اروپايي ټولنې دا بریدونه په کلکو ټکو وغندل
د اروپايي کمېسیون مشرې اورزلا فون دیر لاین وویل: «توره بحیره په اوکراین کې د روسیې د جګړې لخوا د وضعیت د لا خرابیدو او شدیدېدو بل ډګر ګرځېدلی دی. دا بالکل د منلو وړ نه ده.»
پر توره بحیره له بریدونو وروسته ناټو دفاعي تدابیر زیاتوي. اروپايي ټولنې دا بریدونه په کلکو ټکو وغندل
پر توره بحیره له بریدونو وروسته ناټو دفاعي تدابیر زیاتوي. اروپايي ټولنې دا بریدونه په کلکو ټکو وغندل

د ناټو سکرټر جنرال مارک روټه  د سه شنبې پر ورځ وویل چې په وروستۍ پېښه کې د بلغاریا ساحل ته نږدې پر تورې بحیرې د دوو بېړیو له ویشتل کېدو وروسته، دا سازمان چمتو دی ترڅو خپل «دفاعي تدابیر د اړتیا له مخې عیار او سم کړي.»

روټه د بلغاریا له لومړي وزیر سره له خبرو وروسته په انټرنیټ کې ولیکل: «ناټو د تورې بحیرې په سیمه کې له خپلو متحدینو سره نږدې همکارۍ ته دوام ورکوي. موږ مخکې له مخکې زموږ په ختیځه برخه کې خپل حضور پیاوړی کړی او د امنیتي وضعیت پام کې نیولو سره به د اړتیا په صورت کې به د دفاع کچه برابره کړو.»

په ورته وخت کې، د اروپايي کمېسیون مشرې فون دیر لاین د بلغاریا ساحل ته نږدې پر سوداګریزو بېړیو د ډرون بریدونه په کلکه وغندل.

فون دیر لاین پر ایکس (X) ولیکل: «توره بحیره پر اوکراین د روسیې د تیري نوی ډګر شوی دی. دا بالکل د منلو وړ نده.» هغې زیاته کړه چې دغه بریدونه د عملې غړي له خطر سره مخ کوي او د سیمې امن ګواښي، او له بلغاریا سره یې خپله خواخوږي او ملاتړ څرګند کړ. هغې وویل: «هغه کسان چې د دې مسوول دي باید حتما ځواب ویونکي شي.»

تر دې مخکې د سه شنبې په ورځ د بلغاریا لومړي وزیر رومن رادېف (Rumen Radev) وویل، د شپې پر ۱:۳۰ بجو د "چلسی ۳" (Chelsea 3) په نوم بېړۍ څخه اضطراري سګنال ترلاسه شو چې د مالټا بېرغ پرې پورته و او د بیالا ختیځ ته په ۱۸ سمندري میل فاصله کې موقعیت درلود.

د بېړۍ د عملې په وینا، دا اوکراینۍ بېړۍ چې په اودیسا کې راجستر شوې وه، د ۳ ډرونونو لخوا په پورتنۍ برخه او شاوخوا کې ویشتل شوې ده. د لومړي وزیر په وینا، د عملې ټول ۱۵ غړي (چې ۷ اوکراینیان او ۸ اذربایجانیان دي) په خوندي توګه د وارنا بندر ته لېږدول شوي او ۵ تنو طبي مرستې ترلاسه کړې دي.

رادېف وویل بلغاریا په ناټو او اروپايي ټولنه کې خپلو استازو ته خبر ورکړی او له نړیوالې ټولنې څخه د ډرون د اصل موندلو او د سمندري او هوایي څارنې پیاوړي کولو لپاره ملاتړ غواړي.

هغه وویل: «موږ تر اوسه پر سمدستي ډول داسې څرګند او نهایی شواهد نه لرو چې مسوولیت دواړو خواوو ته منسوب کړو،» او زیاته یې کړه چې هغه به په صوفیا کې د روسیې سفیر خبرو اترو ته وروبولي.

هغه دغه راز راپور ورکړ چې یوه بله بېړۍ د کراپېټس ختیځ په ۱۷ سمندري میل کې ویشتل شوې او وروسته ډوبه شوې ده، چې د عملې یوازې یو غړی یې ژغورل شوی دی.

وپلټۍ
په ناروې کې په پوځي تمریناتو کې کارول شویو کرایي وسایطو حساس معلومات ثبت کړي دي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"
سوډان او مصر پر پوله د سرو زرو د کانونو پر سیمه په هوايي برید کې ۷۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
په امریکا کې د یوه قاضي له لوري د عامه سرچینو پر مټ د ټرمپ د ملاتړیزو اعلاناتو د درولو پرېکړه
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
د یوه ستر لاریون په درشل کې د هند د 'کاکروچ' (ګونګټې) غورځنګ مشر ونیول شو
روسیې اعلان وکړ چې د اودیسا بندر ته د نظامي تجهیزاتو وړونکې یوه باري کښتۍ یې ویشتلې ده
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پرېکړه 'شرموونکې' وبلله
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري
د ناټو کلنی اټومي مخنیوي کوونکي پوځي تمرینات به د اکټوبر پر ۱۳مه پیل شي .
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي