په امریکا کې د یوه فدرالي محکمې قاضي پرېکړه وکړه چې هغه اعلانات باید له خپرېدو ودرول شي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تګلارې پکې په ګوته شوي او د عامه سرچینو (دولتي بودیجې) له خوا تمویل شوي دي. قاضي ویلي دي چې دا په ښکاره توګه د قانون څخه سرغړونه ده.
د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې، د نیویارک د سیمې قاضي، جینیفر روچون د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې یو داسې ګام پورته کړ چې د ولسمشر ټرمپ له ټاکنیز کمپاین سره تړاو لري.
روچون پرېکړه وکړه چې په حکومتي سرچینو تمویل شوي هغه اعلانات چې د ټرمپ تګلارې پکې روښانه شوي، باید له خپرېدو ودرول شي، ځکه چې د نوموړې په وینا ښايي دا کار "غیرقانوني" وي.
قاضي روچون همداراز څرګنده کړه چې حکومت باید د یادو اعلاناتو د خپرولو یا وېشلو لپاره ځانګړي شوي ټول ریزرویشنونه او نور ترتیبات لغوه کړي.
ویل کېږي چې د امریکا د ولسمشر ټرمپ او د هغه د ادارې د تګلارو روښانه کوونکي اعلانات په سپتمبر میاشت کې خپرېدل پیل شوي وو او د فدرالي سرچینو له خوا تمویلېدل.





















