د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها ویلي، دا شونې ده چې ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ګډون او یا هم د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په منځګړیتوب د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وویني.
سیبیها د اوکراین له «آر بي کې-اوکراین» (RBK-Ukraine) خبري اژانس سره په خبرو کې، د هغو هڅو ارزونه وکړه چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ له میاشتې راهیسې د روسیې او اوکراین ترمنځ د روانې جګړې د پای ته رسولو په موخه ترسره شوې دي.
سیبیها د دې خبرې په څرګندولو سره چې د امریکا، روسیې او اوکراین په ګډون باید درې اړخیزې خبرې بیاځلې ترسره شي او دوی ورته چمتو دي، وویل: "موږ غواړو چې دا کار ژر تر ژره شونی شي. سولې ته د لا نږدې کېدو په موخه به له تر ټولو کوچني فرصت څخه هم کار واخلو."
سیبیها د دې په ویلو سره چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره زیلینسکي او د روسیې ولسمشر پوتین باید سره وویني، یادونه وکړه چې دا چاره د امریکا د ولسمشر ټرمپ په ګډون یا د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب ترسره کېدای شي.





















