د سوډان د بشري حقونو د یوه سازمان (بېړنیو وکیلانو) له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د هېواد په شمال ختیځ کې د سره سمندرګي ایالت د «شمال الوادي» په سیمه کې د سرو زرو د کانونو سیمې په هوايي برید کې په نښه شوې دي.
په اعلامیه کې راغلي چې په دغه برید کې ۷۲ کان کیندونکي وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
په اعلامیه کې دې ته اشاره شوې چې په دغه سیمه کې چې تګ راتګ ورته ستونزمن دی، د برید د زیانونو د ارزونې چارې روانې دي او خبرداری ورکړل شوی چې ښايي د وژل شویو کسانو شمېر لا پسې لوړ شي.
د سوډان د ډاکټرانو شبکې هم پر ایکس (X) ټولنیزه شبکه په یوه بیان کې ویلي چې په سیمه کې د کان کیندنې پر ساحو په شوي هوايي برید کې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سوډاني رسنیو د راپورونو له مخې، جنګي الوتکو د کان کیندونکو پر سیمه تر ۵ ډېر توغندي توغولي دي.
په برید کې د کارګرانو استوګنځایونه ویجاړ شوي او د کانونو د ځینو سمڅو د نړېدو له امله کان کیندونکي تر خاورو او ډبرو لاندې شوي دي.
ټپیان د الانصاري سیمې، د سره سمندرګي ایالت په حیا او پورټ سوډان ښارونو او د نیل سیند په ایالت کې د اتبارا ښار روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه د برید کوونکو په اړه کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره شوې (چې دا برید چا کړی دی).





















