لسګونه زره کسان چې ډېری یې سرې جامې اغوستې وې، د امسټرډام په لارو کوڅو کې په یوه پراخ لاریون کې ګډون وکړ. د دې لاریون موخه پر هالنډي حکومت فشار راوړل و ترڅو د غزې پر سر د اسرائیلو پر وړاندې لا پرېکنده ګامونه پورته کړي.
د "سرې کرښې" د لاریون تنظیموونکو د یو لړ اقداماتو غوښتنه وکړه، چې پکې پر اسرائیلو د سختو سوداګریزو بندیزونو لګول، د یوې رسمي اعلامیې خپرول چې په غزه کې د اسرائیلو یرغل نسل وژنه بلل او دغه هېواد ته د وسلو د ټولو صادراتو بشپړ درول شامل دي.
د بښنې نړیوال سازمان هالنډۍ څانګې چې د دغه لاریون له اصلي تنظیموونکو څخه وه، په یوه انلاین پوسټ کې وویل چې تر ۲۰۰،۰۰۰ ډېرو کسانو په دې لاریون کې ګډون کړی دی. دا لاریون د ښار د مرکز له هغو لویو او ګڼې ګوڼې ډکو لارو تېر شو چې د ترافیکو پر مخ تړل شوې وې.
لاریون کوونکو د لارې په اوږدو کې له لوډسپیکرونو څخه د خپرو شویو شعارونو په بدرګه کولو سره د "آزاده، آزاده فلسطین!" نارې وهلې.
د اسرائیلو د نسل وژنې جګړې د هالنډ او اسرائیلو ترمنځ اړیکې سختې کړکېچنې کړې دي.
د هالنډ پخواني د بهرنیو چارو وزیر تېر کال وروسته له هغه استعفا ورکړه چې د تل ابیب پر وړاندې د نویو بندیزونو لپاره یې د پارلمان ملاتړ ترلاسه نه شو کړای.
اوسني اقلیتي ایتلافي حکومت واک ته له رسېدو راهیسې، د اسرائیلو له غیرقانوني ښارګوټو څخه په راتلونکو محصولاتو د وارداتو بندیز ولګاوه، چې دې کار د اسرائیلي چارواکو سره ډیپلوماټیک جنجال رامنځته کړ.
د هالنډ لومړي وزیر ، راب جیټن د جمعې په ورځ په یوه اونیزه خبري غونډه کې د خپلې کارنامې د دفاع پر مهال وویل: "هره ورځ او هره اونۍ، موږ هغه څه کوو چې زموږ په توان کې دي ترڅو هلته ناوړه وضعیت راکم کړو."
جیټن وویل چې اداره یې پر اسرائیلو "لا زیات سیاسي او ډیپلوماټیک فشار" راوړي ترڅو په تړونونو عمل وکړي.
د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د اوربند له ټینګېدو راهیسې، د اسراییلي ځواکونو له خوا څه باندې ۱،۵۵۰ فلسطینیان وژل شوي دي، چې د ثبت شویو مړینو شاوخوا نیمایي برخه یې ښځې او ماشومان جوړوي.






















