نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ټرمپ: احتمال شته چې په چین کې له پوتین او شي جین پینګ سره وګورم
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې تمه لري راتلونکې اوونۍ په چین کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره وویني.

ټرمپ اشاره وکړه چې دا غونډې د نوامبر پر ۱۸-۱۹ په شینزین ښار کې د آسیا-پسیفک سرمشریزې د حاشیوي ناستو په جریان کې ترسره کېدای شي.

هغه وویل چې بحثونه به د اټومي بې وسلې کولو او په ایران کې د جګړې د پای ته رسولو د هڅو په ګډون پر یو لړ حیاتي موضوعاتو وڅرخي. ټرمپ دا پلان شوې غونډې له دواړو مشرانو سره د پراخو نړیوالو مسایلو د حل لپاره یو مهم فرصت وباله.

په ارجنټاین کې د پاپ لیو څوارلسم پر ضد د ګواښګر نیول کېدل

د ارجنټاین امنیتي چارواکو یو ۴۹ کلن سړی نیولی دی چې د پاپ لیو څوارلسم د وژلو ګواښ یې کړی و؛ دا نیونه د دغه روحاني مشر د هېواد ته له رسیدو څو ساعته مخکې ترسره شوه.

د دغه هېواد د استخباراتو سکرتریت وویل چې دا نیونه د ګواښونو په اړه د کره استخباراتي معلوماتو له ترلاسه کولو ۲۴ ساعته کم وخت کې شوې ده.

پولیسو د شکمن شخص پر استوګنځي چاپه ووهله، درې ګرځنده تلیفونونه—په ګډون د هغې وسیلې چې ادعا کېږي د ګواښ لپاره کارول شوې—او یو ډرون نیولي دي. شکمن شخص په موقت ډول د امنیتي خطر رامنځته کولو او په عامه افکارو کې د وېرې خپرولو په تور توقیف شوی دی.

د Nvidia شرکت اجرائیوي رئیس له خپلې ښځې سره د خیانت او بې وفایۍ کولو له امله بخښنه وغوښته

د Nvidia شرکت اجرایوي رئیس جینسن هوانګ د خپلې ښځې سره د خیانت او بې وفایۍ کولو باندې له اعتراف وروسته له خپلي مېرمنې، کورنۍ، همکارانو او سوداګریزو شریکانو څخه بښنه وغوښتله.

 

د خپلو کړنو د شخصي او مسلکي پایلو د بشپړ مسؤلیت په غاړه اخیستلو سره، هوانګ د خپلې کورنۍ د مینې او وفادارۍ د نه منلو له امله بخښنه وغوښتله او د شرکت د مشر په توګه یې خپله ناکامي ومنله.

دا بښنه وروسته له هغې رامخې ته شوه چې نیویارک ټایمز راپور ورکړ چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د یوه پټ استخباراتي یادښت پروسه څارله چې د ټرمپ ادارې چارواکو ته یې خبرداری ورکړی و چې هوانګ له چینایي استخباراتي اجنټ سره نږدې اړیکې رامنځته کړې دي.

په غزه کې د سېلابونو له امله ۵ کسان مړه شوي او ۳۵۰،۰۰۰ بې ځایه شوي بې سرپناه شوي

د فلسطیني ژغورونکو ادارو د معلوماتو له مخې، په غزه کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د درېیو ماشومانو او دوو مېرمنو په ګډون پنځه فلسطینیان مړه شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت عمومي رئیس منیر البرش وویل چې سېلابونو ۳۵۰،۰۰۰ بې ځایه شوي فلسطینیان تر خلاص اسمان لاندې ویده کېدو ته مجبور کړي دي.

البرش وویل چې په زرګونو خیمې سيمې ته د ننوتلو په تمه دي، خو اسراییلي ځواکونه یې د رسېدو مخه نیسي. هغه د ځمکنیو سرحدي لارو د عاجل پرانیستلو غوښتنه وکړه. د غزې د رسنیو دفتر زیاته کړه چې د طوفان په لومړیو ۱۲ ساعتونو کې ۷۰،۰۰۰ خیمې او لنډمهالي اډې وېجاړې شوې دي.

د COP31 اقلیم سرمشریزه د تورکیې په انتالیا ولایت کې پیل شوه

د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون ۳۱م کنفرانس (COP31) د تورکیې په ساحلي ښار انتالیا کې پیل شو، چې د نړۍ مشران، لوړپوړي چارواکي، اکاډمیک او د مدني ټولنې استازي یې یو ځای راټول کړي دي.

تورکیه د نوامبر له ۹ څخه تر ۲۰ پورې د دې مهمې سرمشریزې کوربه توب کوي، چې موخه یې د اقلیمي ژمنو پلي کول دي.

سږ کال دا سرمشریزه د "راتلونکي COP - د پلي کولو COP" تر عنوان لاندې ترسره کېږي، چې پر خبرو اترو، اجماع او عملي ګامونو تمرکز لري. کنفرانس موخه لري چې نړیوالې همکارۍ پیاوړې او د دوامدارې پراختیا لپاره ګډ مسؤلیتونه ډېر کړي.

وپلټۍ
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان خبرداری ورکړ چې سمندري دهلیزونه د جګړې په ډګرونو بدلېدای شي.
د ملګرو ملتونو د مشرۍ لپاره د تورکيې نوماند فریدون سینیرلي اوغلو  خپل پلان په ډاګه کړ
روسيې د کیف ترڅنګ د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي او یو مهم پل یې زیانمن کړی
د خبرو اترو لسیزه: د ټي آر ټي (TRT) نړیوال فورم ۲۰۲۶ په استانبول کې پیل شو
ابراهیم قالن :  له غزې پرته فلسطین ناشونی دی، او د اسرائیلو د اشغال له پای ته رسولو پرته سوله ناشوني
د تورکیې ولسمشر اردوغان د غزې په تړاو پر تړونونو د عمل کولو یادونه وکړه
د فلسطین چارواکي وايي، د اسرائیلو بریدونو په غزه کې تر ۶۸ میلیون ټنو پورې ملبه پریښې ده
فیدان: د مکې اتحاد د هغو سیمه‌ییزو هېوادونو پر مخ پرانیستی دی چې د سولې ګډ لید لوری لري.
امریکايي قاضي په واشنګټن کې د ټرمپ د کمان (قوس) جوړولو چارې په لنډمهاله توګه ودرولې
اسپانیا اوکراین ته د ۴۸۹ میلیونه ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو کڅوړه ورکړه: زیلینسکي
د فرانسې په لاریونونو کې ۴۴۸ کسان نیول شوي او ۵۳ پولیس افسران ټپیان شوي دي
مارکو روبیو د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندېدو لپاره له دندې د استعفا ورکولو پلانونه رد کړل
عربي هېوادونو پر مدینې د حوثیانو د برید هڅه وغندله
د تورکیې پارلمان د مکې ګډ دفاعي تړون، چې سعودي عربستان او پاکستان پکې شامل دي، تصویب کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ