نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د فرانسې په لاریونونو کې ۴۴۸ کسان نیول شوي او ۵۳ پولیس افسران ټپیان شوي دي
چارواکي وايي چې په څو ښارونو کې له شته تاوتریخوالي سره سره لاریونونه تر ډېره سوله ییز وو، په داسې حال کې چې د کارګرو اتحادیې د لوړو معاشونو غوښتنه کوي او حکومت د خبرو اترو اعلان کړی دی.
د فرانسې په لاریونونو کې ۴۴۸ کسان نیول شوي او ۵۳ پولیس افسران ټپیان شوي دي
د فرانسې په لاریونونو کې ۴۴۸ کسان نیول شوي او ۵۳ پولیس افسران ټپیان شوي دي

فرانسوي چارواکو خبر ورکړی چې د پنجشنبې په ورځ د تیټو معاشونو او د ژوند د لګښتونو د لوړېدو پر ضد په ټول هېواد کې د سلګونو زرو خلکو د لاریونونو پر مهال ۴۴۸ کسان نیول شوي او ۵۳ پولیس افسران ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وویل چې د ځايي وخت د ماښام تر ۶ بجو پورې د دوی په شمېرو کې د اور لګېدنې ۸۶ پېښې هم شاملې دي. دغه وزارت زیاته کړه چې اجازه ورکړل شوي لاریونونه تر ډېره سوله ییز وو، که څه هم په پاریس، لیون، رین  او تولوز ښارونو کې تاوتریخوالی رامنځته شو.

وزارت اټکل کړی چې په ټوله فرانسه کې شاوخوا ۵۷۵,۰۰۰ کسانو برخه اخیستې وه، چې ۶۵,۰۰۰ یې په پاریس کې وو. دوی تر دې وړاندې د لاریونوالو لومړنۍ اټکلي شمېره نږدې ۶۰۰,۰۰۰ ښودلې وه، چې وروسته یې کمه کړه. خو د سي جي ټي (CGT) کارګرو اتحادیې بیا په ټول هېواد کې د ګډونوالو شمېر نږدې ۱.۶ میلیونه او په پلازمېنه کې ۳۵۰,۰۰۰ وښود.

د کارګرو (CGT) اتحادیې مشرې سوفي بیني دا کاربندیز "خورا اغېزمن" وباله او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د کارګرانو غوښتنو ته ځواب ووايي.

هغې د پاریس په لاریون کې وویل: "هیڅ شی به موږ ونه دروي." هغې د ټولو کارګرانو لپاره د معاشونو د لوړولو او په لږترلږه معاشونو  کې د ۱۰ سلنه زیاتوالي غوښتنه وکړه.

د حکومت د یوې اعلامیې له مخې، لومړي وزیر سباستین لیکورنو اعلان وکړ چې د دوشنبې په ورځ به د لومړي وزیر په دفتر (میټینګنون) کې د کارګرو اتحادیو او د کارګمارونکو سازمانونو سره یو "ټولنیز کنفرانس" ترسره شي.

د ښوونځیو او پوهنتونونو چارې ټکنۍ شوې دي

په ټول هېواد کې دغه کاربندیز د ښوونځیو او پوهنتونونو چارې هم ګډوډې کړې.

د لوړو زده کړو وزارت راپور ورکړ چې له ۱۸۴ تعلیمي موسسو څخه په ۶۰ هغو کې چارې ټکنۍ شوې دي، په داسې حال کې چې د (SNES-FSU) اتحادیې وویل چې د منځنیو ښوونځیو او لېسو ۵۲ سلنه کارکوونکي له کاربندیز سره یوځای شوي دي.

سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې د پاریس او بورډو په ګډون په څو ښارونو کې پولیسو د محصلینو د لار بندولو د مخنیوي لپاره مداخله کړې ده.

دا لاریونونه د محصلینو د هغه غورځنګ په ترڅ کې کېږي چې د سپتمبر په نیمایي کې د ښوونې او روزنې د شرایطو، بودیجې او د کارکوونکو د کمښت په غبرګون کې پیل شوی و.

 

وپلټۍ
ټرمپ په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ماتې د ایران له جګړې او د سون توکو له لوړو بیو سره وتړله
د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر د امریکا له منځمهاله ټاکنو وروسته له نتنیاهو سره د ګډ حکومت جوړول رد کړل
ډیموکراتانو په منځمهاله ټاکنو کې د کانګرس د دواړو مجلسونو واک ترلاسه کړ .
تورکیې او سویلي کوریا د اټومي انرژۍ د تمویل تړون لاسلیک کړ او د دفاعي اړیکو د لا ژورولو ژمنه یې وکړه
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې په اکتوبر میاشت کې ۲۲ زده کوونکي او د ښوونکي وژل شوي دي
کرملین وايي د پوتین، ټرمپ او شي د احتمالي درې اړخیزې ناستې لپاره چمتووالی روان دی
په امریکا کې له ټاکنو مخکې وضعیت: ډیموکراتان په نظرپوښتنو کې د سنا په ټولو ۷ مهمو سیالیو کې مخکې دي.
فرانسه د ناقانونه افغان کډوالو د ډیپورتولو په اړه د طالبانو له حکومت سره خبرې پیلوي
په پاکستان کې وسله والو د پولیو واکسین پر ساتونکو پولیسو برید کړی چې له امله يي ۲ تنه پولیس وژل شوي
امریکا د ایران پر قشم ټاپو بریدونه ترسره کړي
د اسرائیلي پوځ پخوانۍ ویاندې د غزې د نسل وژنې په اړه د حقایقو پر پټولو اعتراف وکړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د آلمان د کورنیو چارو وزیر لخوا د وروستیو خرابیو پړه پر ګډوالو اچولو سخت غبرګونونه راپارولي دي
امریکا د اوکراین له لارې اروپا ته د روسیې د ګازو رسولو بیا پیلولو وړاندیز کوي: وال سټریټ ژورنال
د فلسطین د الخلیل ښار والي وايي، اسرائيلي ځواکونه د لس ورځني محاصرې وروسته له الخلیل څخه ووتل.