نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې ملي شورا له سعودي عربستان او پاکستان سره د مکې ګډ دفاعي تړون تصویب کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې ملي شورا له سعودي عربستان او پاکستان سره د مکې ګډ دفاعي تړون تصویب کړ

د تورکیې عالي ملي شورا د پاکستان، سعودي عربستان او تورکیې ترمنځ لاسلیک شوی د «مکې ګډ دفاعي تړون» په رسمي ډول تصویب کړ. دا پرېکړه انقرې ته لار هواروي چې ریاض ته مستقیم پوځي ملاتړ ولېږي، ځکه چې په یمن کې د سعودي عربستان پر وړاندې د حوثي وسله والو بریدونه لا هم دوام لري.

د دغه تړون له مخې، چې د جمعې په سهار د تورکیې د قانون جوړوونکو له خوا تصویب شو، پر یوه لوري هر ډول پوځي برید پر ټولو غړیو هېوادونو مستقیم برید ګڼل کېږي.

د تورکیې د عالي ملي شورا د بهرنیو اړیکو د کمېټې رئیس، فواد اوکتای روښانه کړه چې دا اتحاد په بشپړ ډول دفاعي بڼه لري او موخه یې پر نورو هېوادونو یرغل کول نه دي.

ټرمپ له مسکو سره د اوکراین او «ټولې اروپا» په اړه د لويې معاملې تمه ښودلې

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خاص استازي سره په سپینه ماڼۍ کې له لیدنې وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې دی له روسیې سره د یوې «فوق العاده لويې» هوکړې انتظار باسي، چې نه یوازې د اوکراین جګړه بلکې د «ټولې اروپا» امنیتي برخلیک به هم رانغاړي.

ټرمپ د سپېنې ماڼۍ په بیضوي دفتر کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: «زه نه شم کولای دا بربنډه کړم چې موږ پر څه بحث وکړ، مګر دا به یو خورا عظيم کار وي. دا معامله کولای شي نه یوازې اوکراین، بلکې ټوله اروپا په بر کې ونیسي. دا به یوه خورا لویه او تاریخي معامله وي؛ هر څوک به ترې خوښ او راحته وي.»

ټرمپ دا هم زیاته کړه چې هغه د پنجشنبې پر ورځ له هغې اوکراینۍ ډلې سره نه دي لیدلي چې په سپینه ماڼۍ کې حاضر وو.

په اسرائیل کې؛ ایزنکوټ د عربي ګډ لیست په ملاتړ د ۶۷ کسانو تایید ته نږدې شوی

د Ynet خبري شبکې د راپور له مخې، د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر ګادي ایزنکوټ د کنیسټ د ۶۷ غړو ملاتړ ترلاسه کولو ته نږدې شوی—چې د ۱۲۰ څوکیو په کنیسټ کې غوڅ اکثریت جوړوي. دا پرمختګ وروسته له هغې چې د عرب ګډ لیست د نوي حکومت د تشکیل لپاره د هغه په ګټه خپل ملاتړ اعلان کړ رامنځته شو.

عرب ګډ لیست په خپله اعلامیه کې ویلي: «دا پرېکړه د لیست په دننه کې د شاملو ګوندونو ترمنځ له هراړخیزو مشورو وروسته په متفقه توګه وشوه. دا یوه ساده او اسانه پرېکړه نه وه.»

په بیان کې زیاته شوې: «سره له دې چې موږ له واک څخه د نتانیاهو اېستلو ته ژمن یو، مګر د ایزنکوټ په مشرۍ اپوزیسیون لا تر اوسه د نتانیاهو د سختو پالیسیو پر وړاندې د درېدو، د عربي اتباعو خلاف د پارونکو پارونو پر ضد د مبارزې، او د هغوی د سیاسي مشروعیت د مهارولو هڅو ننګولو لپاره لازمه اراده نه ده ښودلې.»

د تاوتریخوالي له امله د ایتوپیا او سوډان ترمنځ پر پوله قونسلګرۍ وتړل شوې

ایتوپیا او سوډان پر خپلو ګډو پولو پورې نښتې قونسلګرۍ تړلې او د ډیپلوماتیکو کارمندانو په اېستلو سره یې د باهامي اړیکو د نوي او شدید خرابي پیل نښه څرګنده  کړې. دا پرمختګ داسې مهال رامنځته کیږي  چې دواړه دولتونه د یو بل پر وړاندې د مخالفو وسله والو ډلو پر تمویل او ملاتړ تورن دي.

سوډاني چارواکي ایتوپیا تورنوي چې د «چټک ملاتړ ځواکونو»  تاييد او مرسته کوي.هغه نیمه پوځي ډله چې د ۲۰۲۳ کال له اپریل راهیسې د سوډان له رسمي پوځ سره په درنه جګړه کې ښکېل ده. ادیس ابابا د دغې ډلې هر ډول ملاتړ ردوي.

په ورته وخت کې، ایتوپیا بیا سوډان، مصر او اریتریا تورنوي چې د شمالي تیګرای سیمې د یاغیانو ملاتړ کوي ، کومو چې په سپتمبر کې د ایتوپیا د حکومتي ځواکونو پر وړاندې بریدونه پیل کړي وو. درې واړو هېوادونو دا تورونه په کلکه رد کړي دي.

د امریکا په منځمهالو ټاکنو کې د دیموکراتانو له بریا وروسته د ټیکنالوژۍ بازارونه سخت زیانمن شول

د اسیا د ټیکنالوژۍ او الیکټرونیکي شرکتونو ونډو دروند مالي زیان ولید . دا کار  پر وال سټریټ د نویو ونډو د بیو د  لوېدنې نه وروسته وشو. ؛ دا سقوط له هغې وېرې رامنځته شوی چې دیموکراتان به د امریکا په منځمهالو ټاکنو کې تر بریا وروسته د مصنوعي ځیرکتیا (AI) د سکټور تنظیمي قوانین پام وړ سخت کړي.

د جمعې په سهار د ونډو بازارونه په لومړیو معاملو کې پر زیان او سور رنګ واوښتل، چې پکې د سیول او توکیو بورسونه تر ټولو زیات متضرر شول.

د معلوماتو د مرکزونو (Data Centers) پراختیا د امریکا د ټولو رای ورکوونکو له سخت مخالفت سره مخ ده، او د منځمهالو ټاکنو ډېری نویو بریالیو ډیموکرات کاندیدانو ژمنه کړې چې د داسې داتا سنټرونو د پروژو لاره به بنده کړي.

 

وپلټۍ
امریکا یوې فدرالي محکمې د سه شنبې په ورځ افغانستان ته د لسګونو افغان کډوالو د شړلو د ځنډولو حکم وکړ
تورکیه د  COP31 کنفرانس په غونډه کې د کاربن کمولو لپاره د لوی پلیټ فارم پرانستلو ته چمتو ده
۸ تنو مسلمانانو د امریکا کانګرس ته لار پیدا کړه
په امریکا کې ډیموکراټانو د استازو جرګې او سنا دواړو ټاکنې وګټلې
چین د چین ، روسیې او امریکا د ولسمشرانو د احتمالي سرمشریزې په اړه د اړیکو نیول تایید کړل.
السعید د امریکا سنا ته د لومړي مسلمان په توګه وټاکل شو
ټرمپ په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ماتې د ایران له جګړې او د سون توکو له لوړو بیو سره وتړله
د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر د امریکا له منځمهاله ټاکنو وروسته له نتنیاهو سره د ګډ حکومت جوړول رد کړل
ډیموکراتانو په منځمهاله ټاکنو کې د کانګرس د دواړو مجلسونو واک ترلاسه کړ .
تورکیې او سویلي کوریا د اټومي انرژۍ د تمویل تړون لاسلیک کړ او د دفاعي اړیکو د لا ژورولو ژمنه یې وکړه
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې په اکتوبر میاشت کې ۲۲ زده کوونکي او د ښوونکي وژل شوي دي
کرملین وايي د پوتین، ټرمپ او شي د احتمالي درې اړخیزې ناستې لپاره چمتووالی روان دی
په امریکا کې له ټاکنو مخکې وضعیت: ډیموکراتان په نظرپوښتنو کې د سنا په ټولو ۷ مهمو سیالیو کې مخکې دي.
فرانسه د ناقانونه افغان کډوالو د ډیپورتولو په اړه د طالبانو له حکومت سره خبرې پیلوي
په پاکستان کې وسله والو د پولیو واکسین پر ساتونکو پولیسو برید کړی چې له امله يي ۲ تنه پولیس وژل شوي