د مالي او ځاني زیانونو تازه راپورونه ښيي چې د چین دولتي رسنیو د دوشنبې په ورځ وویل، د اورلګېدنې له امله د مړو شمیر د تیرې شپې پرتله زیات شوی دی. په چین کې د ساختماني معیارونو د نه مراعاتولو او د کار په ځای کې د خوندیتوب تدابیرو ته د کم پاملرنې له امله خونړۍ اورلګېدنې رامنځته کېږي.
د شینهوا رسمي خبري اژانس د راپور له مخې، دا پیښه د شانسي ولایت په تايو ان ښار کې د یکشنبې په ورځ د مازیګر په شاوخوا ۵:۰۰ بجو رامنځته شوې ده.
شینهوا د دوشنبې په سهار د مړو شمیر ۱۴ تنو ته په پورته کولو سره وویل: «په ټولیز ډول ۳۸ کسان د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي وو، چې له ډلې یې ۵ تنو په روغتون کې ساه ورکړې ده.»
خبري اژانس زیاته کړه چې د یکشنبې په ورځ اور وژل شوی او د لټون او ژغورنې عملیات بشپړ شوي دي. د دغې پېښې رامنځته کېدو دقیق علت تر اوسه تر څېړنې لاندې دی.
























