برازیلي چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل، چې د ریو دي جنیرو ښار ته نږدې یوه جهیل ته د یوه موټر د لوېدو له امله د پنځو ماشومانو په ګډون لسو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
دا غمیزه د شنبې په ماښام له ریو څخه شاوخوا ۸۵ مایله (۱۴۰ کیلومتره) لرې د بارا مانسا په ښاروالۍ (سیمه) کې رامنځته شوې ده.
د برازیل په سویل ختیځ کې د ریو دي جنیرو ایالت حکومت په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي: "قربانیان له موټر څخه د را ایستلو پر مهال مخکې له مخکې مړه شوي وو."
د جسدونو د را ایستلو لپاره شاوخوا ۳۰ اور وژونکي (اطفایه چي) او دوه غوټه وهونکي سیمې ته استول شوي وو.
سیمه ییزو چارواکو دا پېښه یوه تصادفي حادثه بللې او پولیس د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې کوي.
د ریو سیمه د شنبې په ورځ د سختو اورښتونو شاهده وه، چې له امله یې د کوپاکابانا په څېر د سیاحتي سیمو په ګډون ګڼ شمېر سړکونه اوبو لاندې کړي وو.
























