د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینډت د دوشنبې په ورځ د خپل ائتلافي شریک (سوشل ډیموکراټ ګوند) او د اپوزیسیون د کیڼ اړخي ګوند له سختو نیوکو سره مخ شو، ځکه نوموړي د هغو ناامنیو او ګډوډیو پړه پر کډوالو اچولې وه چې د تېرې اوونۍ په پای کې د ځوانانو له تر ډېره سولهییزو لاریونونو وروسته رامنځته شوې وې.
د مسیحیانو متحد ټولنې محافظهکار غړي ډوبرینډت «بلډ» ورځپاڼې ته وویل چې دغه ډلو د شنبې د ورځې سوله ییز لاریونونه یرغمل کړي وو. هغه زیاته کړه: «ګډوډونکي او لوټماران به وپیژندل شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي. د سولې د دغه ماتولو په پایله کې باید سخت مجازات تعقیب شي.» هغه د پولیسو ستاینه وکړه چې د «پاریس په څېر د تاوتریخوالو د زیاتوالي» مخنیوی یې کړی دی
د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس ، چې د سوشل ډیموکراټ ګوند غړی دی، د عامه نشراتي شبکې سره په مرکه کې خپل ځان له دغو څرګندونو لیرې کړ او د کډوالو د ډلو په اړه یې د عمومي کولو پر ضد خبرداری ورکړ او ټینګار یې وکړ چې دا تاوتریخوالی د مجرمینو او افراطیانو کار دی.
هغه وویل: «اصلاً د کډوالو ډلې کومې دي؟ آیا پدې کې هغه خلک هم شامل دي چې درې نسلونه په آلمان کې اوسېږي او د آلمان اتباع دي؟ موږ په کومه مرحله کې د دغو توپیرونو له کولو لاس په سر کېږو؟ زه باور لرم چې دا لاره په ناسم لوري روانه ده.»
«د زغملو وړ نه ده»
د اپوزیسیون د کیڼ اړخي ګوند د کورنیو چارو ویاندې کلارا بونګر د مشکوکو مجرمینو پر اصل او کلتوري شالید د ډوبرینډت تمرکز «د زغملو وړ نه دی» وباله او پر دې تورن یې کړ چې د لرې ښي اړخو احساسات پاروي.
هغې وویل: «هغه په خپلو څرګندونو سره د توکمپالنې کینې پیاوړې کوي، او دا کار په داسې حال کې کوي چې د حقایقو په اړه ښه پوهېږي.»
هغې ټینګار وکړ چې جرمپوهان په ښکاره توګه ښودلې چې جرم د مختلفو ټولنیزو او شخصي عواملو تر څنګ د مشخصو فرصتونو له مخې شکل مومي او «ساده د یو چا په اصل او نسب نه شي توجیه کېدای.» هغې زیاته کړه: «د یوې بشپړې نسل اندېښنې به د توکمپالنې په روایتونو له منځه لاړې نه شي، بلکې د هغه سیاست له لارې حل کېږي چې د دوی غوښتنې جدي ونيسي.»
دا ناندرۍ وروسته له هغې پیل شوې چې د «Gen Z regelt» په نوم نوښت په آلمان کې په ۳۰ څخه زیاتو ښارونو کې د ټولنیزو لګښتونو د کمولو، د نظامي خدمت (پوځي خدمت) د بیا پيلولو او د حکومت د نورو پالیسیو پر ضد د شنبې په ورځ لاریونونه تر سره کړل.
د لاریونونو تنظیم کونکو وویل چې د ورځې لاریونونه په بشپړ ډول سولهییز وو او ټینګار یې وکړ چې دوی په هغه تاوتریخوالي واک نه لري چې وروسته په ماښام کې پی شو.
ورپسې د ماښام په مهال په څو ښارونو، په ځانګړې توګه په فرانکفورت کې ناامنۍ رامنځته شوې. خنډونه او باریکې اور واچول شوې، دکانونه، د وسلو یو پلورنځی په ګډون، زیانمن او لوټ شول، او پر پولیسو بریدونه وشول.
واکمنو چارواکو څرګنده کړه چې د ماښام د پېښو ډېری برخه اخیستونکو څرګند سیاسی انګېزه نه درلوده او ښايي د فرانسې د پخوانیو لوتونو انځورونه یې تقلید کړي وي.

















