ایران ژمنه کړې چې د هرمز تنګی به ترهغه پورې نه پرانیزي چې د امریکا سمندري کلابندي پای ته نه وي رسېدلې. دا پرېکړه د پنجشنبې په ورځ په داسې حال کې وشوه چې د اوربند له غځولو سره سره، ایران په دغه ستراتیژیکه لاره کې د دوو نورو کښتیو د نیولو خبر ورکړ.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) د چهارشنبې په ناوخته وویل چې د ایران پر ضد د خپلې "کلابندۍ" د برخې په توګه یې ۳۱ کښتیو ته لارښوونه کړې چې بېرته وګرځي یا خپلو بندرونو ته ستنې شي.
په داسې حال کې چې سیمه د جګړې د بیا پیلېدو له ګواښ سره مخ ده، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ وویل چې دی به اوربند وساتي ترڅو د پاکستان په منځګړیتوب د سولې خبرو ته وخت ورکړل شي. ایران د پاکستان د هڅو هرکلی کړی، خو د ټرمپ د څرګندونو په اړه یې نور څه نه دي ویلي.
د ایران د پارلمان مشر، محمد باقر قالیباف چې په اسلاماباد کې یې د خبرو د لومړي پړاو مشري کوله، وویل: "بشپړ اوربند یوازې هغه وخت مانا لري چې د سمندري کلابندۍ له لارې تر پښو لاندې نشي. د سمندري کلابندۍ او سرغړونې په موجودیت کې د هرمز تنګي پرانیستل ممکن نه دي."
د تېلو په بیو کې زیاتوالی: د ایران له خبرداري وروسته، د تېلو بیې ۴ سلنه لوړې شوې. د امریکا د تېلو بیه (WTI) ۹۶.۷۳ ډالرو او د برنټ خامو تېلو بیه ۱۰۵.۶۳ ډالرو ته ورسېده، که څه هم وروسته دا بیې یو څه راټیټې شوې.
سیاسي ناندرۍ: ټرمپ وویل چې ممکن خبرې اترې په راتلونکو دوو یا دریو ورځو کې په پاکستان کې پیل شي، خو ایران لا دا نه ده تایید کړې. ټرمپ دا ادعا هم وکړه چې د ده په غوښتنه ایران د هغو ۸ ښځو اعدام ځنډولی چې په لاریونونو کې نیول شوې وې، خو د ایران قضایه قوې دا خبر "دروغ" وباله او ویې ویل چې دغو ښځو هیڅکله د اعدام له سزا سره مخ نه وې.
د کښتیو نیول او نښتې: د ایران سپاه پاسداران وویل چې د پاناما په بیرغ سمبال "MSCاو د لیبریا "Epaminondas" کښتۍ یې د سرغړونو له امله نیولې دي.
د پاناما د بهرنیو چارو وزارت دا کار پر سمندري امنیت برید بللی دی. د بریتانیا
سمندري څارونکو هم راپور ورکړی چې په تنګي کې پر یوې سوداګریزې کښتۍ ډزې شوې چې زیان ورته رسېدلی، خو مرګژوبله نلري.
په همدې حال کې، پنټاګون اعلان وکړ چې د سمندري ځواکونو سکرتر "جان فیلن" به سمدستي خپله دنده پرېږدي، خو د دې ناڅاپي لیرې کېدو لامل یې ونه ښود.
په لبنان کې تاوتریخوالی: سره له دې چې د امریکا په منځګړیتوب د اسرائیل او لبنان ترمنځ د اوربند هڅې روانې دي، په لبنان کې د اسرائیل په تازه بریدونو کې پنځه کسان ووژل شول، چې یوه پکې د "الاخبار" ورځپاڼې خبریاله امل خلیل وه. د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم تایید کړه چې یو بل فرانسوی سرتیری چې په لبنان کې د ملګرو ملتونو په سوله ساتو ځواکونو په برید کې ټپي شوی و، ساه ورکړې ده.
ټاکل شوې چې د اسرائیل او لبنان استازي نن په واشنګټن کې د خبرو اترو دویم پړاو ترسره کړي، چیرته چې لبنان به د یوې میاشتې لپاره د اوربند د غځولو غوښتنه وکړي.














