ویل کېږي چې د دغه شرکت کارکوونکو په اوکراین کې د ډرون سیسټمونو پر ازمایښت میاشتې تېرې کړې دي، چې پکې د روسیې د «شاهد» بریدګرو ډرونونو د ویشتلو هڅې هم شاملې وې.
د نړیوالو قوانینو کارپوهانو یادې ورځپاڼې ته ویلي، چې دا راپور شوي فعالیتونه کېدای شي په جګړه کې د مستقیم ګډون په معنا وي، چې دا چاره په دې شخړه کې د شرکت د پرسونل د رول په اړه قانوني پوښتنې راپورته کوي.
د هالنډ وزارت او شرکت بېلابېل دریځونه لري
د هالنډ د دفاع وزارت ویلي چې «د وسلهوالې شخړې د یوه لوري پر وړاندې د وسلو د سیسټم کارول په جګړه کې مستقیم ګډون ګڼل کېږي.»
خو د ډیسټینوس شرکت د پوځي عملیاتو ترسره کول رد کړي او ټینګار یې کړی چې کارکوونکو یې یوازې «تخنیکي ملاتړ» چمتو کړی دی.
په څېړنه کې دا هم راغلي چې د شرکت کارکوونکو په ۲۰۲۳ کال کې هغه بریدګر ډرونونه ازمایلي وو چې په روسیه کې د هدفونو د په نښه کولو لپاره جوړ شوي وو. د راپور له مخې، یو ډرون د روسیې هوايي حریم ته هم ننوتی و، خو وروستی برخلیک یې لا روښانه نه دی.
د NRC ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، هالنډ د ډیسټینوس د دفاعي ډرونونو د صادراتو اسناد برابر کړي او د سلګونو میلیونو یورو په ارزښت یې فرمایشونه ورکړي دي.
د هالنډ حکومت له ځانه د اوکراین د دفاع له حق څخه ملاتړ کوي د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر ټام بیرینډسن ویلي چې اوکراین حق لري د هالنډ په جوړو شویو وسلو له ځانه دفاع وکړي، په دې شرط چې دا وسلې د نړیوالو قوانینو سره سمې وکارول شي.
دا څېړنه وروسته له هغه خپرېږي چې ډیسټینوس شرکت اعلان وکړ چې د دوی توغندي او ډرونونه د روانې اونۍ په پیل کې د کریمیا پر پل د اوکراین په برید کې کارول شوي وو.


























