دا سفر د انقرې او باکو ترمنځ نږدې اړیکې په ګوته کوي، او تمه کېږي چې دواړه مشران به د دوه اړخیزې همکارۍ او مهمو سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو په اړه خبرې وکړي.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې د اذربایجان د بریا د ورځې د نمانځنې په مراسمو کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته رسېدلی، په هوايي ډګر کې د ولسمشر الهام علي یف له خوا ترینه هرکلی وشو.
د تورکي سرچینو په وینا، تمه کېږي چې دواړه مشران به پر دوه اړخیزو اړیکو او همدارنګه سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو خبرې وکړي.
له اردوغان سره لوړپوړی تورکي پلاوی هم ملګری دی
له اردوغان سره پدې سفر کې د تورکیې لومړۍ مېرمن امینه اردوغان، د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان، د کرنې او ځنګلونو وزیر ابراهیم یوماکلي او د ملي استخباراتو د ادارې مشر ابراهیم قالن هم ملګري دي.
په دغه پلاوي کې د عامه اړیکو رئیس برهان الدین دوران، د بهرني سیاست او امنیتي چارو په برخه کې د ولسمشر ستر سلاکار عاکف چاغاتای کیلیچ، له ترکي ژبو هېوادونو سره د اړیکو په چارو کې د عدالت او پراختیا ګوند مرستیال مشر کورشاد زورلو، او د تورکي هېوادونو د سازمان د سپین ږیرو د شورا رئیس بنالي ییلدیریم هم شامل دي.


























