اردوغان وايي چې په ۲۰۲۰ کال کې د اذربایجان له خوا د قره باغ ازادۍ په سویلي قفقاز کې یو نوی پړاو پیل کړ.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په سویلي قفقاز کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره د اذربایجان د هڅو په اړه د تورکیې ملاتړ بیا تایید کړ او ویې ویل چې د قراباغ ازادۍ په سیمه کې د یوه نوي پړاو دروازه پرانیستې ده.
اردوغان د یکشنبې په ورځ په شوشا کې د اذربایجان له ولسمشر الهام علي یف سره په یوه ګډه خبري ناسته کې وویل: "لکه څنګه چې موږ د اذربایجان د عادلانه مبارزې ملاتړ کړی، دغه راز موږ په خپله سیمه کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره د هغوی د صادقانه هڅو ملاتړ هم کوو."
دواړو مشرانو د قره باغ د ازادۍ شپږمه کلیزه نمانځله، چې په اذربایجان کې د بریا د ورځې په توګه نمانځل کېږي.
په سویلي قفقاز کې نوی پړاو
اردوغان وویل چې په ۲۰۲۰ کال کې د ۴۴ ورځنۍ دویمې قره باغ جګړې پر مهال له اشغال څخه د اذربایجان د خپلو خاورو ازادولو په سویلي قفقاز کې یو نوی پړاو پیل کړی دی.
هغه په ازادو شویو سیمو کې د باکو د روانو بیارغونې چارو ستاینه هم وکړه. هغه وویل: "موږ د قره باغ د بیارغونې او دغې سیمې ته د خپل پخواني ژوندیتوب د بېرته راګرځولو لپاره د اذربایجان د هڅو ډېره ستاینه کوو."
اردوغان د بریا د شپږمې ورځې په مناسبت د خپلو مبارکیو په وړاندې کولو سره وویل چې په قراباغ کې په شتون ډېر خوښ دی او د تورکیې د ملت او په خپل استازیتوب یې د زړه له کومې خپله مینه او درناوی وړاندې کړ. هغه همداراز هغه شهیدان هم یاد کړل چې د شوشا د ازادۍ لپاره یې خپل ژوند قرباني کړ.
هغه ورورولي چې تاریخ ازمویلې ده
د دواړو هېوادونو ترمنځ ژورو اړیکو ته په اشارې سره، اردوغان وویل چې دا اړیکې د تاریخ له بېلابېلو ازموینو څخه تر تېرېدو وروسته خپلې اوسنۍ پرمختللې کچې ته رسېدلې دي.
هغه ټینګار وکړ چې دا اړیکه، چې په ګډ تاریخ او د "یو ملت، دوه دولتونو" په اصل کې ریښې لري، د دوی د ګډې راتلونکې لارښوونې ته به دوام ورکړي.
هغه وویل: "د باکو خوښي د انقرې له خوښۍ، او د شوشا ویاړ د تورکیې د ملت له ویاړ څخه نه شي جلا کېدای."
اردوغان همداراز د شوشا د اعلامیې اهمیت ته چې د ۲۰۲۱ کال د جون په ۱۵مه لاسلیک شوې، اشاره وکړه، کوم چې دوه اړخیزې اړیکې د اتحاد تر کچې لوړې کړې.
هغه وویل: "هغه کسان چې غواړي زموږ هغه ورورولي کمزورې کړي، کومه چې د ۲۰۲۱ کال د جون په ۱۵مه په شوشا کې د لاسلیک شوې اعلامیې له لارې رامنځته شوي اتحاد نوره هم پیاوړې کړې ده، هېڅکله به اوس یا په راتلونکي کې خپلو موخو ته ونه رسېږي، کټ مټ لکه څنګه چې په تېر کې ناکام شول."
علي یف: یووالی 'تلپاتې او نه ماتېدونکی' دی
په خپل وار سره، علي یف د جګړې پر مهال د تورکیې د ملاتړ مننه وکړه او ویې ویل چې اذربایجان به هېڅکله د اردوغان او تورکي ولس هغه پیوستون هېر نه کړي چې دوی ښودلی و.
علي یف وویل: "د دویمې قره باغ جګړې د ۴۴ ورځو په ترڅ کې، تاسو او د تورکیې ورور ملت زموږ تر څنګ ولاړ واست. دا به هېڅکله هېر نه شي،" هغه زیاته کړه چې اذربایجان به تل د تورکیې پوروړی وي.
هغه وویل چې د تورکیې د خلکو او د دوی د ولسمشر غوڅ ملاتړ د هغې جګړې پر مهال چې باکو یې 'د هېوادنۍ جګړې' په نوم یادوي، د اذربایجانیانو مورال لوړ کړ. هغه زیاته کړه چې د شوشا ازادۍ د ۳۰ کلن اشغال پای ته ورساوه او د اذربایجان په تاریخ کې د عطف د یوه ټکي (نوي بدلون) په توګه ثبت شوه.
علي یف د دواړو هېوادونو ترمنځ یووالی د "تلپاتې او نه ماتېدونکي" په توګه یاد کړ او ویې ویل چې اذربایجانیان او ترکان ورور ملتونه دي، چې د بل هر ملت په پرتله یو بل ته ډېر نږدې دي.
هغه وویل: "له تورکیې سره زموږ یووالی او ورورولي نه ماتېدونکې ده. هغه کسان چې غواړي زموږ ترمنځ واټن رامنځته کړي، هېڅکله به بریالي نه شي،" هغه زیاته کړه چې دواړه دولتونه به هېڅکله چاته اجازه ورنکړي چې د دوی اړیکو ته زیان ورسوي.
علي یف د اردوغان د مشرتابه ستاینه هم وکړه او ویې ویل چې د هغه تر مشرۍ لاندې ترکیه په یوه نړیوال ځواک بدله شوې ده.


























