د غزې جګړه
3 د لوستلو دقیقې
حماس د اسرائيلي بنديانو خوشې کول پيل کړل، لومړۍ ډله اووه تنه يي  په غزه کې سره صليب ته وسپارل
د اسرائيل ۱۲م چينل راپور ورکړی، چې د فلسطين مقاومتي ډلې حماس د اوربند تړون د یوې برخې په توګه، په غزه کې لومړي اووه اسرائيلي يرغمل شوي کسان سره صليب ته سپارلي دي.
حماس د اسرائيلي بنديانو خوشې کول پيل کړل، لومړۍ ډله اووه تنه يي  په غزه کې سره صليب ته وسپارل
حماس د اسرائيلي بنديانو خوشې کول پيل کړل، لومړۍ ډله اووه تنه يي  په غزه کې سره صليب ته وسپارل / Reuters

حماس د اسرائيلي بنديانو خوشې کول پيل کړل، لومړۍ ډله اووه تنه يي  په غزه کې سره صليب ته وسپارل
د فلسطين مقاومتي ډلې د اوربند تړون له مخې د دوشنبې په ورځ د خوشې کېدونکو ۲۰ اسرائيلي بنديانو نومونه هم خپاره کړل.

د اسرائيل ۱۲م چينل راپور ورکړی، چې د فلسطين مقاومتي ډلې حماس د اوربند تړون د یوې برخې په توګه، په غزه کې لومړي اووه اسرائيلي يرغمل شوي کسان سره صليب ته سپارلي دي. دا کار د دوشنبې په ورځ د دغې ډلې له خوا د اسرائيلي بنديانو د خوشې کولو پيل په ګوته کوي.

د راپور له مخې، ۱۳ اسرائيلي يرغمل شوي به د مرکزي غزې څخه د ګرینویچ  پر وخت ۰۷:۰۰ بجې خوشې شي.

د اسرائيلو پوځ ويلي، چې د سره صليب د موټرو يو کاروان د حماس له خوا د خوشې کېدونکو اسرائيلي بنديانو د لومړۍ ډلې د راوړلو لپاره پر لاره و.

د ورځې په لومړیو کې، د حماس پوځي څانګې قسام لواګانو اعلان وکړ چې دوی پرېکړه کړې چې د غزې د اوربند او د بندیانو د تبادلې د هوکړې د یوې برخې په توګه ۲۰ ژوندي اسرائيلي بندیان خوشې کړي.

دغې ډلې د بنديانو نومونه خپاره کړي، چې په کې اېلکانا بوهبوټ، متان انګرېست، اويناتن اور، يوسف-حايم اوهانا، الون اوهل، اوياتار داوود، ګای ګيلبوا-دلال، روم براسلاوسکي او غبرګوني ګالي او زيو برمن، ايتان مور، سيګيو کالفون، ماکسيم هرکين، ايتان هورن، بار کوپرشټاين، عمري ميران، او وروڼه ډيوېډ کيونيو او اريل کيونيو شامل دي.

د اسرائيلي رسنيو په وينا، د بنديانو خوشې کول به په دوو پړاوونو کې ترسره شي.

دوهم پړاو به د سهار په ۱۰:۰۰ بجې د خان يونس له سيمې او د غزې د مرکزي کډوالو له کمپونو څخه ترسره شي.

د دوشنبې په ورځ، اسرائيليان پر فلسطيني سيمه د تل ابیب له دوه کلنې وحشيانه جګړې وروسته د يوې تاريخي اوربند د مهمې تبادلې په ترڅ کې له ورانې شوې غزې څخه د وروستيو ۲۰ ژونديو بنديانو هرکلي ته چمتووالی نيسي، فلسطينيان هم د اسرائيلو له خوا د نيول شويو سلګونو کسانو خوشې کېدو ته په تمه دي.

دا پرمختګ د غزې د اوربند په اړه د سولې له هغې سرمشريزې څو ساعته مخکې رامنځته شوی چې د مصر په شرم الشيخ ښارګوټي کې به جوړېږي، او ګډه مشري به يې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي کوي.

تمه ده چې په دې سرمشريزه کې به د نړۍ تر ۲۰ زيات  هیوادودنو مشران ګډون وکړي، چې په کې د تورکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان، د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون، د اردن پاچا دوهم عبدالله، د بحرين پاچا حمد بن عيسی ال خليفه، د بريتانيا لومړی وزير کېر سټارمر، د اسپانيا لومړی وزير پېډرو سانچېز، د ايټاليا لومړۍ وزيره جورجيا ميلوني، د پاکستان لومړی وزير شهباز شريف او د جرمني لومړی وزير فرېدرېش مېرز شامل دي.

 

وپلټۍ
هکرانو د امریکا د پخواني ولسمشر اوباما د سپینې ماڼۍ د انسټاګرام حساب هک کړی
فرانسې د روسیې د تیلو بېړۍ د نیولو نه خبر ورکړی دی
د تورکیې اقتصاد د کال په لومړۍ ربع کې ۲.۵ سلنه وده کړې
د میانمار په شمال کې په یوه چاودنه کې لسګونه کسان وژل شوي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل، له امریکا سره خبرې اترې او د پیغامونو تبادله روانه ده
ایران په کویټ کې د امریکا پر هوايي اډه برید وکړ
په غزه کې د اوربند سره سره د اختر په ورځو کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۳۳ فلسطینیان وژل شوي
ټرمپ ایران ته د سولې د هوکړې یو اصلاح شوی متن چې سخت شرایط لري، لېږلی دی
نتنیاهو د حزب الله د ناڅاپي راکټي بریدونو له امله د جګړې بیړنۍ کابینه راوبلله
اردوغان د استانبول د فتحې ۵۷۳مه کلیزه ولمانځله
په لغمان کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۸ افغان راستنېدونکي مړه او ۳۰ نور ټپیان شول
روسیې او افغانستان د پوځي همکاریو یو هوکړه لیک لاسلیک کړ
د جیف بیزوس د فضایي شرکت لپاره لویه ضربه؛ د بلو اورېجن شرکت فضايي توغندی د توغولو پر ځای وچاودېد
نتنیاهو د غزې د ۶۰ سلنه خاورې د اشغالولو ویاړ وکړ او د اوربند خلاف یې د اشغال د غځولو امر وکړ
جې ډي وانس :واشنګټن تر اوسه له ایران سره هوکړې ته "نه دی رسېدلی" خو لوري سره نږدې شوي دي.